Bakhtar University

د باختر پوهنتون په اړه

باختر پوهنتون په هیواد کې د لومړي خصوصي تحصيلي بنسټ په توګه په  2005 زیږدیز کال د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو په چوکاټ کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون په انګړ کې جوړشو.  پوهنتون څه موده وروسته د کابل ښار شیرشاه مینې (کارته چهار) په سیمه کې خپل اصلي او دایمي ودانۍ ته انتقال شو.  باختر پوهنتون په هیواد کې د یو له معتبرو او  لویو پوهنتونونو  په توګه خپلو باکیفیته علمي فعالیتونو ته دوام ورکوي او د خپلو نړیوالو اکاډمیکو همکارانو لکه د هند اندرا ګاندي ملي آزاد پوهنتون، د امریکې متحده ایالاتو نړیوال کالج، د امریکې متحده ایالاتو جورج تون پوهنتون، د ترکیې اتاترک پوهنتون او د مالیزیا هیواد پوترا پوهنتون  ته په کتنې توانیدلی چې د هیواد د لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ترمنځ یو ځانګړی ځای ترلاسه کړي. دغه پوهنتون له خپل تاسیس راهیسې د هیواد په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه وده کې مهم او اساسي رول لوبولی دی. نور

باختر پوهنتون د باکیفیته او عالي تحصیلي خدماتو په وړاندې کولو سره د ادارې او سوداګرۍ، کمپیوترساینس، حقوق او سیاسي علوم، انجنیري او ژورنالیزم په څانګو کې راتلونکي نسل ته د خدمت تعهد لري. مونږ باور لرو چې دا خدمات به کولای شي د یو پرمختللي او آباد هیواد په جوړولو او د بشري ځواک د اړتیاوو پوره کولو کې مثبت رول ولوبوي. باختر پوهنتون د باکیفیته زده کړو په وړاندې کولو سره په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ادارې او تجارت او کمپیوتر ساینس په څانګو کې د ماسترۍ پروګرامونه پیل کړي دي. د پوهنتون د جوړیدو کم وخت وځي خو د خلکو لویې برخې ته د مختلفو او اړوندو پروګرامونو له لارې د پام وړ او اغیزناکې لاسته راوړنې لري او یو زیات شمیر مسلکي کادرونه یې ټولنې ته وړاندې کړي دي. دغه پوهنتون د خپل پیل راهیسې په بیلابیلو برخو کې له 5,000 څخه ډیر زده کونکي جذب او د باکیفیته لوړو زده کړو او کافي تجربې یې برخمن کړي دي.

د باختر پوهنتون د ټولو څانګو نصاب د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی، او د اقتصاد پوهنځي د ادارې او سوداګرۍ څانګه، د ادارې او سوداګرۍ زده کړو لپاره  د متحده ایالاتو د اعتبار ورکولو نړیوالې شورا (IACBE) لخوا تاييد شوې په داسې حال کې چې د څانګو تفتیش د QS نړیوالې ادارې لخوا ترسره کیږي. په نړیواله کچه پیژندل شوې ځانګړنې د باختر پوهنتون فارغانو ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان کاري بازار کې ښه وځلیږي. د باختر پوهنتون محصلان د باکیفیه  تحصیلي پروګرامونو پرمټ اوس په دولتي او خصوصي سکټورونو کې په ملي او سیمه ییزه کچه لوړ مقام لري. د پوهنتون د ژبو او کلتور مرکز د انګلیسي ژبې کورسونه وړاندې کوي، څو محصل پوهنتون کې تحصیل ته چمتو شي. د باختر پوهنتون علمي کادرونه پیژندل شوي ګډ ملي او نړيوال غړي لري چې په اداره، سوداګرۍ او صنعت  کې پراخه تجربې لري. دا کادرونه په خپلو څانګو کې د تحقیقاتو پرمټ د کلونو ترلاسه شوې پوهه محصلانو سره په ټولګیو کې ویشي او هڅه کوي محصلانو ته یو خوځنده تحصیلي محیط برابر کړي. 

ټولګیو کې د استادانو درسي ساعتونه داسې ویشل شوي څو دوي وکولای شي د ټولو محصلانو اکاډمیکې اړتیاوې پوره کړي. باختر پوهنتون هڅه کوي چې د ځوان فکر د لا ودې لپاره مناسب محیط برابر کړي چیرته چې انتقادي فکر هم هڅول کیږي او هم وده کوي. مونږ له ټولنې سره نژدې اړیکې لرو. د باکیفیه لوړو زده کړو د ودې لپاره کارکوونکي او مشرتابه ګډ او له نژدې کار کوي. په یاد ولرئ؛ هغه کلونه چې تاسو یې باختر پوهنتون کې تیروئ، ستاسې د ژوند یو له خورا ګټورو، ننګوونکو او خورا زړه راښکوونکو کلونو څخه به وي.

  • ليدلورى

    په اکاډمیک ډګر کې د پوهې، ټنکالوژۍ، څیړنې او نوښت څخه په استفادې سره د سیمې په کچه یو مخکښ پوهنتون

  • ماموریت

    باختر پوهنتون ژمن دی چې د پوهې، تکنالوژۍ، د علم او پوهې په ډګر کې د څیړنې او نوښت په برخه کې په ملی او نړیواله کچه مخکښ پوهنتون وي او د اکاډمیکې ټولنې حیاتی اړتیاوو لرې کولو په برخه کې د خدمت جوګه شي

  • پوهنځي

    کمپیوتر ساینس پوهنځی
    اداره و تجارت پوهنځی
    حقوق و علوم سیاسی پوهنځی
    انجنیري پوهنځی
    ژورنالیزم پوهنځی

  • فارغین

    نور
  • امکانات

    نور
  • جوايز

    نور

خبرونه