Bakhtar University

اقتصاد پوهنځی

عمومي کتنه

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د ادارې او سوداګرۍ پروګرامونه مو د مدیریت، ادارې او سوداګرۍ په برخه کې مسلکی محصلان روزي. د لېسانس او ماسټرۍ په دغو پروګرامونو کې زموږ درسي نصاب، د مارکېټ د اوسنیو غوښتنو پر اساس چې، په چټکتیا د بدلون حال کې دی، ډیزاین او طرحه شوی دی چې د نوښت، د ټیم رهبري، د بازار مطالعه او څېړنه او پانګونه باندې تمرکز لري. سربیره پر دې، زموږ په اداره او سوداګری کی لیسانس  او  په اداره او سوداګری کی ماستریپروګرامونه د اکاډمیک چاپېریال او بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو او پل جوړولو په موخه دي، ځکه موخه او هڅه مو دا ده چې محصلان په دې برخه لکه سوداګري، حسابداري او مالي چارو او همدا رنګه په مدیریت او بازارموندنه کې چمتو کړو. زموږ پروګرامونه محصلان دې ته چمتو کوي چې څنګه پېچلي مالي حسابونه حل و فصل کړي او څنګه وکولای شي چې مالي مسایل تجزیه او په بشپړ ډول تحلیل او په اخره کې سمې پرېکړې وکړي. باختر پوهنتون ویاړي چې له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې یې په سوداګرۍ او مدیریت برخه کې له ۲۵۰۰ زیات مسلکي محصلان ټولنې ته وړاندې کړي دي. په اداره او سوداګری کی د لیسانس  محصلان باید په خپله تحصیلي دوره کې ۱۳۵ درسي کریډیټونه بشپړ کړي تر څو د فارغېدو سند ترلاسه کړي. په اداره او سوداګری کی د ماستری  زده کړیالان چې اداره او تجارت یې لوستی وي، باید د ماسټرۍ د سند د ترلاسه کولو لپاره ۴۲ درسي کریډیټونه بشپړ کړي په داسې حال کې چې څوک د ادارې او تجارت مخینه نه لري یا یې نه دي لوستي، د دغه اعتبار د ترلاسه کولو لپاره باید ۵۴ درسي کریډیټونه بشپړ او تکمیل کړي. مهم ټکی دا دی چې په اداره او سوداګری کی د ماستری  محصلان باید د خپلې درسي دورې په اخره کې په بریا سره باید خپل تیزس: پروژه، څېړنه یا او د خپل کاري راپور اړوند ۶ کریډیټونه هم بشپړ کړي. 


لید لوری

د باختر پوهنتون د اقتصاد پوهنځی لید لوری د بازار او څیړنې پربنسټ زده کړه، اکادمیک فضیلت او په ټکنالوژۍ او نوښت باندې د ځانکړي ټینګار او سمبالتیا سره غواړي په سیمه کې د لوړ مرتبه پوهنځیو له ډلې څخه وي

نظرونه مو دلته ولیکئ