Bakhtar University

انجنیری پوهنځی

لنډه کتنه

سیول انجینري د انجنیری هغه مسلکي ډیسپلین دی چې فزیکي او طبیعي چاپیریال لکه ودانۍ، سړکونو، پلونو، کانالونو، بندونو، هوایی ډګرونو، فاضله اوبو سیسټمونو، پایپ لاینونو، او رېل پټلۍ ډیزاین​​​، جوړول او ساتنه په غاړه لري. سیول انجینري په دودیز ډول په یو شمېر برخو ویشل شوې ده.

سیول انجینري د نظامي انجینرۍ څخه وروسته د انجینرۍ دوهم او پخوانۍ څانګه ده. سیول انجینري په عامه سکتور کې له ښاروالۍ څخه تر ملي حکومتونو پورې او په خصوصي سکتور کې د انفرادي مالکینو څخه تر نړیوالو شرکتونو پورې کارول کیږي.

په باختر پوهنتون کې د سیول انجنیري پروګرام، د ساختمانونو او زېربناوو پلانونه، ډیزاین، جوړونه، ساتنه او پالنه ترسره کوي. چې پدې کې سترکچرونه، تهدابونه، پلونه، د ټرانسپورټ ساختمانونه، هیدرولیکي ساختمانونه، او د ټولنې لپاره اړین نور ساختمانونه شاملیږي


لید لوری

د باختر پوهنتون د انجینري پوهنځی غواړي چې په راتلونکي کې د مسلکي خدمتونو په برخه کې په ملي او سیمه ایزه کچه د انجنیري علومو، څړنې او نوښت له لارې د یوې ژمنې او باوري ادارې په توګه خپل موقف خوندي کړي.

نظرونه مو دلته ولیکئ