Bakhtar University

کمپیوتر ساینس پوهنځی

عموي کتنه

باختر پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی غواړي چې د دې پوهنځي محصلان د سافټویر پراختیا او تخنیکي ستونزو د هوارولو لپاره وروزي. د دغه پوهنځي ټول فارغ محصلان به په بشپړه توګه په خپله برخه کې مسلکي او په ټولو اصولو پوه بلدتیا پیداکوي. د کمپیوټر ساینس پوهنځي د اصلي او تخصصي درسونو سربیره به محصلان وکولای شي چې په فزیک، احصایې، ریاضیاتو او نورو برخو کې خپل تحلیلي او ساینسي مهارتونه هم پیاوړي کړي. زموږ دغه ډول پروګرامونه او هغه مهارتونه چې په دې پوهنځي کې محصلانو ته ورکول کېږي، دوی ته دا زمینه برابره کړي چې وکولای شي د اوسنۍ نړۍ سره سم خپل فعالیتونه تنظیم کړي او په خپله مسلکي برخه کې د ډېرو سترو کارونو وړتیا او ځواک لاسته راوړي. د باختر پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي لیسانس دوره د ۱۴۲ درسي کريډيټونو په پوره کولو ختمیږي چې د هغې له جملې یې ۲۴  د کمپیوټر ساینس اساسي مضمونونه، ۵ د انجینیري، ۸  پوهنتون شموله، ۴ د ریاضي او پاتې ۴ د سافټیور انجنیرینګ او نیټورکینګ مسلک کې انتخابي مضمونونه دي. په پای کې له دغه پوهنځي د فارغېدو سند د ترلاسه کولو لپاره  هر حصل باید د خپلې ورکړل شوې پروژې ۶ درسي کریډیټونه پوره کړي تر څو وکولای شي په بریا سره فارغ او د لېسانس پروګرام بشپړ کړي.


لید لوری

د کمپیوترساینس پوهنځي غواړي چې په راتلونکي کې د باکیفیته ښوونې، نوښت اوټکنالوژیکې پرمختیا سره مل څیړنې له لارې په لوړه کچه په ملي او سیمه ییز مرکز بدل شي.

نظرونه مو دلته ولیکئ