Bakhtar University

ژورنالیزم پوهنځی

عمومي کتنه

باختر پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د مجربو او مسلکي کادرونو په لرلو سره، ستاسې د اساسي او تخصصي مهارتونو د ودې لپاره کار کوي. موږ ستاسو د رسنیزو مهارتونو او مسلکي پوهې د لوړولو کلک هوډ لرو.

ژورنالېزم د ځوانانو د خوښې مسلک په توګه د پام وړ مالي سرچینو په لرلو سره نامحدود کاري فرصتونه هم لري. د دغه مسلک ماهرین کولای شي چې، د ټولیزو رسنیو ترڅنګ د ګڼو دولتي او خصوصي نشراتي ادارو، د راډیو تلویزیون مدیریت، خبریالي، ویاندویي، تخنیکي، د عامه اړیکو مدیریت، د ژورنالیزم زده کړې، بازارموندنې، ستراتیژیکې اړیکې، رسنیز سلاکار او نورو ګڼو برخو کې تاسې د یوه مسلکي شخص په توګه کار کولو ته چمتو کړي.

د ژورنالېزم  لیسانس به فارغ محصلان په بشپړ ډول د رسنیو اخلاق او حقوق،  لیکوالي، د ټولیزو رسنیو کارولو، د سنتي رسنیو( راډیو، ټلویزیون، ورځپاڼې ...) مدیریت او نورو ګڼو اړوند مهارتونو سره بلد کړي. د باختر پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی په عملي ژورنالېزم تیکه کوي او د خپلو محصلانو د مسلکي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره بشپړ امکانات لري.


لید لوری

ژورنالېزم پوهنځی غواړي په هیواد کې د رسنیز کار د مسلکي کېدو لپاره د معیاري تدریس، څېړنې او نوې ټکنالوژۍ پرمټ مسلکي خبریالان ټولنې ته وړاندې کړي.

نظرونه مو دلته ولیکئ