Bakhtar University

حقوق او علوم سیاسي پوهنځی

عمومی کتنه

باخترپوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په ۲۰۰۹ز کال کې تأسیس شوی دی او په ټول افغانستان کې د  حقوقي او سیاسي زده کړو په وړاندې کولو سره د محصلانو لپاره یو ځانګړی تحصیلي مرکز دی.

د دغه پوهنځي موخه د باکیفیته زده کړو، معیاري څېړنې، د مسلکي کادرونو روزلو او ټکنالوژۍ  پرمټ په ملي او سیمه ییزه کچه د حقوقي او سیاسي پوهې برابرول دي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په حقوقي زده کړو او څیړنه کې د هیواد یو معتبر او مخکښ پوهنځي دي. دغه پوهنځی د لیسانس په کچه په قضا او څارنوالي او دیپلوماسي او عامه ادارې پروګرامونه وړاندې کوي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په حقوقو، سیاسي علومو او عامه اداره  کې د دوکتورا او ماسترۍ درلودنکي وړ اکادمیک شخصیتونه او علمي کادرونه لري. پوهنځي د خپلو محصلینو لپاره مناسب اکاډمیک چاپیریال چمتو کړی چیرې چې دوی کولی شي خپلې نظري او عملي زده کړې د تکړه، مسلکي او په څیړنیزو مهارتونو سمبال پوهانو تر څارنې لاندې تعقیب کړي.


لید لوری

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی غواړي چې په هیواد او سیمه کې د حقوقي او سیاسي پوهاوي له لارې ټولنیز نظم او عدالت تامین کړي.

نظرونه مو دلته ولیکئ