Bakhtar University

کمپیوټر ساینس پوهنځی

عمومي کتنه

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام د مسلکي او په کارپوه اشخاصو د روزنې او د اوسنۍ نړۍ او بازار غوښتنې ته په کتو برابر شوی دی. دغه پروګرام د کمپیوټري علومو د تخصص په برخه کې د محصلانو د نظري او عملي کارونو لپاره په لوړمعیار او کیفیت جوړ شوی دی. د ماسټرۍ دغه دوه کلن پروګرام پرمختللې او باکیفیته لوړې زده کړې وړاندې کوي چې نه یوازې د سیسټمونو، پروسو او ټکنالوژۍ په برخه کې لازمه پوهه وړاندې کوي بلکه محصلانو ته د ستونزو د ځانګړو او نوو حل لارو وړتیا ورکوي. په باختر پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام (MCS) دوره، ۴۸ درسي کریډیټونه لري چې دهغه له جملې یې ۴ اساسي مضمونونه او ۹ د سافټویر انجنیرنګ او نیټورکینګ په برخه کې تخصصی مضمونونه دي. په لومړیو دوو سمسترونو کې اساسي او انتخابي مضمونونه تدریسېږي او په اخرو دوو سمسترونو کې محصلان باید د خپلې ماسټرۍ دورې د پای ته رسولو لپاره یوه علمي مقاله نشر او د ورکړل شوې تیزس موضوع بریالې دفاع وکړي.


لید لوری

د کمپیوترساینس پوهنځي غواړي چې په راتلونکي کې د باکیفیته ښوونې، نوښت اوټکنالوژیکې پرمختیا سره مل څیړنې له لارې په لوړه کچه په ملي او سیمه ییز مرکز بدل شي.

نظرونه مو دلته ولیکئ