Bakhtar University

د نړۍد مؤثرو پوهنتونونو په نوملړ کې د باختر پوهنتون د راتګ په اړه لنډ راپور

د هیواد د اکادمیکې کورنۍ په نوملړ کې باختر  پوهنتون هغه نوم دی, چې نږدې يوه نيمه لسيزه يې د هېواد ځوان نسل د علم په ګاڼه سمبال کړ او لايې هم دغه لړۍ په خورا برياليتوب سره پر مخ روانه ده.

 باختر پوهنتون د کور دننه او له هېواده بهر د معتبرو بنسټونو لخوا ارزيابي او منل شوی علمي بنسټ دی چې له نيکه مرغه دا ځل د نړۍ د يوې سترې ادارېTimes Higher Education  لخوا  چې د نړۍ په کچه موثر پوهنتونونه د ملګرو ملتونو د ۱۷ ګونو پايداره پرمختیايي اهدافو  د تر لاسه کولو له مخې ارزيابي او له هغې وروسته يې په  نړيواله درجه بندي کې راولي، د نړۍ د موثرو پوهنتونونو په نوملړ کې راغلی دی. دغه ارزښتناکه مقام د پوهنتون د هغو ټولو باکيفيته علمي  هڅو او د يو ژمن واحد مسلکي ټيم د خدماتو انعکاس ورکونکی دی چې د افغاني ټولنې علمي تنده پرې خړوبيږي.

د یادونې وړ ده؛ چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال د نړۍ د مؤثرو پوهنتونونو په نوملړ کېې د نړۍ له   ۹۸ هېوادونو څخه ۱۲۴۰ موثر پوهنتونونه شامل وو، چې باختر پوهنتون وکولای شول د دريو ستر اهدافو په ترلاسه کولو سره په لاندې کټګورۍ کې راشي.

لومړی: No Poverty   (د فقر له منځه وړل )

باختر پوهنتون بشري ټولنې ته د سلګونو علمي او مسلکي غړو د وړاندې کولو تر څنګ،  د ځانګړي تخفيف په ورکړې سره د سلګونو زده کړيالانو لپاره د  لوړو زده کړو د زمينې برابرول او  سلګونو تنو  ته د کار د زمينې په برابرولو سره د نړۍ د موثرو پوهنتونونو په ډله کې ۴۰۱  ځای خپل کړی دی.

دوهم: Gender Equality د جندر مساوات :

باختر پوهنتون د جندر مساوات نړيوال اصل ته په کتو، په تحصيلي ډګر او په کار ځای کې د کارکوونکو لپاره د ټولو نړيوالو معيارونو سره سم د زمېنې په  برابرولو د نړۍ د موثرو پوهنتونونو په ۶۰۱  کتګورۍ کې راغلی دی.

درېيم: Quality Education   ( باکيفيته لوړې زده کړې):

باختر پوهنتون د هېواد د لوړو زده کړو وزارت لخوا د اعتبار په تر لاسه کولو،  بشري ټولنې ته باکيفيته علمي زده کړې د مجربو ملي او نړيوالو علمي کادرونو پواسطه، د معاصرۍ ټکنالوژۍ پر مټ د سترو نوښتونو او علمي څېړونو په تر سره کولو  سره وړاندې کوي چې په دغه چاره کې د ټولو امکاناتو او اسانتياوو په لرلو سره باختر پوهنتون د نړۍ د  موثرو پوهنتونونو په ډله کې ۸۰۱   مقام خپل کړی دی.

د نړۍ موثرو پوهنتونونو په نوملړ کې د باختر پوهنتون د راتګ يو شمېر اساسي فکتورونه

·        د يو علمي او په کار پوه مسلکي ژمن ټيم شتون

·        د پوهنتون په کچه د ټولو کړنو د تر سره کولو لپاره د لازمو تګلارو موجودیت او د پروسو روڼوالی

·        باختر پوهنتون د هېواد په کچه يو له هغو ملي ادارو څخه دی چې نږدې  (  ۱۰ ) ميليونه افغانۍ هر کال دولت ته ماليه ورکوي.

·        د باختر پوهنتون په سلګونو تنه فارغ محصلان د هېواد په ګوټ ګوټ کې ستر مسولیتونه لري چې لسګونو  تنو ته يې دندې او  افغاني ټولنې ته په لوړ کيفيت خدمات وړاندې کوي.

·        باختر پوهنتون په خپلو علمي اړيکو سره یوزیات شمیر محصلان بیلابیلو ادارو ته د دندو لپاره معرفي کړي چې اوسمهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې دندې پر مخ وړي.

·        باختر پوهنتون نږدې ۲۰۰ کاروکوونکو ته د پوهنتون دننه د کار زمينه برابره کړې .

·        باختر پوهنتون د ځانګړي تخفيف په ورکولو سره د هېواد ډېری ځوان نسل ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړې.

باختر پوهنتون د ټولنې په وړاندې خپل مسوليت د ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ادا کړی او د ( ۴۳)  ميلیونه افغانيو  په تخصيص سره يې د بيوزلو، جنګ ځپلو، يتيمانو، غريبو هېوادوالو او طبعی افتونو نه د متاثرو خلکو سره مرسته کړې.

باختر پوهنتون د (۳) ميليونه افغانۍ په تخصيص سره د هېواد د مختلفو ملي پروګرامونو او کلتوري ارزښتونو د ژوندي ساتلو په لاره کې په مصرف رسولي، او لا هم دا لړۍ روانه ده.

دا چې د معاصرې نړۍ او بالخصوص علمي بنسټونو شتون د ټولنو په پرمختګ کې تنها په تدريسي چارو ورټول نه دی ځکه نو دوی اړ دي چې د ټولنو ډېر مشکلات د علمي څېړنو په ترسره کولو سره حل او ټولنې ته د انکشاف په موخه بېلابېلې حل لارې پيشهناد کړي. همدې اصل ته په کتو باختر پوهنتون د درسي چارو تر څنګ په پام کې لري چې د سيمې په کچه د علمي څېړنو په ستر مرکز بدل شي چې دغه  چاره به د هېواد د علمي ډګر ډېرې خلاوې ډکې کړي. په همدې  پار باختر پوهنتون د (۵ ) د ميليونه افغانۍ ځانګړې بوديجې په ورکړې سره د تحقيقاتو ځانکړی مرکز لري، چې پر مټ يې د علمي کادرونو تحقيقات تر سره او په نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې خپريږي. او هم يې د خپلې داخلي علمي مجلې په لرلو سره نشر ته سپاري. 

پايله

دا چې باختر پوهنتون د هېواد په کچه د ګوتو  په شمیر د معتبرو خصوصي پوهنتونونو په نوملړ کې راځي، په دې وروستيو کې توانيدلی چې په علمي ډګر  کې لا ښه وځليږي، سترې لاسته راوړنې ولري او د ټولنې په وړاندې دا ستر مسولیت په ښه توګه ادا کړي، د باکيفيته علمي زده کړو او علمي څېړنو د تر سره کولو په لاره کې د مناسبو زمينو په برابرولو سره د نړۍ د سترو او معتبرو ادارو لکه (IACBE )  او دادی دا ځل د Time Higher Education  لخوا اعتباري اکادمیک بنسټ وګڼل شو، چې دغه لويه لاسته راوړنه یوازې د باختر پوهنتون نه بلکې د ټولې علم دوسته افغاني ټولنې لپاره ښه زیری دی.

د باختر پوهنتون مشرتابه باور لري چې  د يو علمي او مسلکي ټيم په لرلو سره به وتوانيږي د  هېواد د تحصيلي ډګر په پراختيا کې د باکيفيته لوړو زده کړو په وړاندې کولو سره خپل ارزښتناک رول ولوبوي، او لرې نه ده چې ډېر ژر به د سيمې په کچه د معتبرو علمي بنسټونو په کتار کې راشي.  چې دغه چاره به په هېواد کې د  علمي بډاينې او د شته خلاء د ډکېدو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ سبب وګرځي.